له فلسطیني کډوالو سره د مرستې او کارموندنې سازمان (انروا) اعلان کړی، چې غزه د بېسارې مرګژوبلې له امله خبریالانو ته د نړۍ تر ټولو مرګونی ځای ګرځېدلی دی. یاد سازمان په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې خبریالانو په زړورتیا او په سختو شرایطو کې د غزې جګړې ته پوښښ ورکړی، خو تر اوسه څه باندې ۲۳۰ خبریالان وژل شوي دي. انروا زیاته کړې، چې غزه نه یوازې خبریالانو ته، بلکې د بشردوستانه بنسټونو کارکوونکو ته هم د نړۍ تر ټولو خطرناکه سیمه ده او هغوی هم د جګړې درنه بیه پرې کړې ده. یاد بنسټ غزې ته د نړیوالو خبریالانو د ننوتلو پر بندیز نیوکه کړې او ټينګار یې کړی، چې دا د ناسمو معلوماتو له خپرواي سره مرسته کوي او نړۍ د غزې له دننه لومړي لاس معلوماتو ته له لاسرسي بې برخې کوي. انروا زیاته کړې، چې غزې ته د بهرنیو خبریالانو پر ننوتلو د بندیز موده بیخي اوږده شوې او د رسنیو ازادۍ د ډاډمنولو او د سیمې د بشري وضعیت په اړه د کره معلوماتو د وړاندې کولو په موخه یې د دغه بندیز لغوه کول اړین بللي.



