پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې د برېښنايي تذکرو د بیو له لوړوالي د خلکو شکایت

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د برېښنايي تذکرو د بیې له لوړېدو شکایت کوي او وایي چې دغې پرېکړې په اوسنيو سختو اقتصادي شرایطو کې پر کورنیو لا زیات فشار راوستی دی. د دوی په وینا، د برېښنايي تذکرې لپاره د ۵۰۰ افغانیو ټاکل شوې بیه د دې لامل شوې، چې یو شمېر هېوادوال د هویت د دغه سند د ترلاسه کولو وس ونه لري. کابل مېشتي ټینګار کوي چې تذکره یو بنسټیزه اړتیا ده او باید یا په وړیا ډول ووېشل شي او یا لږ تر لږه یې بیه پخوانۍ کچې، یعنې ۱۰۰ افغانیو ته راکمه کړل شي. دوی زیاتوي، چې د تذکرو د بیې لوړېدو په ځینو کورنیو کې د اولادونو ترمنځ تبعیض رامنځته کړی او کورنۍ مجبورېږي، چې د لوڼو پر ځای خپلو زامنو ته تذکرې واخلي. د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، په ۱۴۰۲ کال کې د برېښنايي تذکرو بیه ۵۰۰ افغانۍ وټاکله. طالبانو اعلان کړی، چې د عادي مرکزونو له لارې د تذکرې بیه ۵۰۰ افغانۍ او د چټکو خدمتونو یا «آسان‌خدمت» له لارې ۷۰۰ افغانۍ ده. دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري نظام پر مهال د برېښنايي تذکرو بیه ۱۰۰ افغانۍ وه، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا بیه لومړی ۳۰۰ افغانۍ شوه او د وروستۍ پرېکړې له مخې ۲۰۰ افغانۍ نورې هم ور زیاتې شوې. تر دې وړاندې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ویلي وو، چې د تذکرو بیه دا مهال ثابته ده، خو ښايي په راتلونکي کې نوره لوړه شي. هغه د بیې د لوړېدو لامل د هغو کارتونو لوړ لګښت بللی، چې تذکرې پرې چاپېږي. اوسمهال طالبان له هغو هېوادوالو چې د نویو تذکرو د اخیستو لپاره اقدام کوي، ۵۰۰ افغانۍ اخلي او له هغو کسانو چې د ورکې شوې تذکرې د سمون یا بیا ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي، ۱۰۰۰ افغانۍ اخلي. د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو له مخې، د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له یو میلیون او ۶۶ زرو ډېرو هېوادوالو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي. له دې منځه ۸۰۴ زره او ۷۸۹ تذکرې نارینه‌وو او ۲۶۱ زره او ۲۷۸ تذکرې ښځو ته ورکړل شوې دي.

- Advertisment -spot_img