پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان نجونې: انلاین زده کړې د حضوري زده کړو ځای نه شي نیولی

یو شمېر افغان نجونې وایي، د طالبانو له لوري د دوی په زده کړو له محدودیتونو سره سره دوی هڅه کړې، چې له بېلابېلو لارو په ځانګړي ډول په انلاین ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړی، خو انلاین زده‌کړو کې هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او نه شي کولای په بشپړه ډول د حضوري زده‌کړو ځای ونیسي، د دوی په خبره د زده‌کړو د دوام یوازینۍ لاره اوس همدا ده. په ورته وخت کې،د زده کړو د حقونو یو شمېر فعالان وايي د دغه نجونو هڅې د زده کړې د حق لپاره د دوی د مبارزې ښکاره څرګندونه کوي. په تېرو څه د پاسه څلورو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د دوی پر زده‌کړو د لګول شويو محدودیتونو سره سره، يو شمېر با شهامته نجونو او مېرمنو د تعلیم د دوام لپاره انلاین زده کړو ته مخه کړې ده. دوی وايي په انلاین ډول د زده کړو دوام یوازې لنډ مهاله انتخاب نه دی، بلکې د هیلو د ساتلو، د فردي وړتیاوو د پیاوړتیا او د خپل راتلونکې لپاره یوه اګاهانه هڅه ده. له لوړو زده کړو یوې بې برخې شوې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او اوس مهال په انلاین ډول د لیسانس زده کړه کوي ویلي: “له ښوونځي نه زما د فراغت په کال په افغانستان کې حکومت بدل شو، او له هغې وروسته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، ان موږ یوه ورځ هم نور پوهنتون ته د تګ اجازه نه درلوده، خو په دې حالت کې هم موږ تسلیم نه شو او هڅه مې وکړه چې په انلاین ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، زه وتوانېدم چې په یو پوهنتون کې انلاین داخله وکړم او د لیسانس زده کړې مې پیل کړم.” يوې بلې کابل مېشتې نجلۍ چې د طالبانو تر بیا ځلې واک مخکې د لسم ټولګي زده کوونکې وه ویلي: “په افغانستان واقعا انلاین زده کړې ډېرې سختې دي، له یوې خوا د انټرنیټ ستونزې او لوړې بیې په ځانګړي ډول د هغه کسانو لپاره چې په کورونو کې وای فای نه لري، دغه شان د برېښنا ستونزې، ځکه اصلا برښنا نشته، موږ دوه درې ورځې په ټولګي کې نه شو حاضرېدی، ځکه چې ټلیفون او کمپیوتر مو چارج نه لري.” دا نجونې وایي، له حضوري زده‌کړو محرومیت نه یوازې د دوی د زده‌کړې بهیر ستونزمن کړی، بلکې پر دوی یې رواني او ټولنیز فشارونه هم زیات کړي دي داسې مهال چې د زده کړو دوام د مدني مقاومت یوه بڼه او د خپل بنسټیز حق لپاره مبارزه بولي.

- Advertisment -spot_img