د زدهکړې له نړیوالې ورځې سره هممهاله، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لېنډسي له طالبانو غوښتنه کړې، چې د نجونو پر مخ ښوونځي بېرته پرانیزي. ښاغلي لېنډسي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د نجونو له زدهکړې ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړې: «د زدهکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت، زه د هغو افغانانو ملاتړ کوم، چې باور لري د نجونو زدهکړه اړینه ده.» د بریتانیا استازي ټینګار کړی، چې لوستې نجونې د افغانستان په ګټه دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې ۲.۲ میلیونه تنکۍ نجونې له ښوونځي بېبرخې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، نجونې له ښوونځيو او پوهنتونونو محرومې کړې دي.



