د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دې ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې پرمهال یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي. د خبرپاڼې له مخې یاده پېښه کوڅې ته د بامونو واورې اچولو په خاطر د لفظي شخړې په پایله کې رامنځته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې د پېښې عاملین نیول شوي او تر څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې درنې واورې و شوې، چې له امله یې تر دې دمه له ٤٠ ډېرو کسانو ژوند بایللی او میلیونونه کسان له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي. بل لورته بیا ډېری هېوادوال سږنۍ واورې ته خوشبینه دي او دا د یو اباد کال لپاره مهمه بولي.



