پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خوست کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې

د خوست ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې په تنیو ولسوالۍ کې یو ځان د اقتصادي ستونزو او کړاوونو له امله ځان وژلی دی. د سرچینې په وینا، نوموړی کس الهام نومېده او د تنیو ولسوالۍ اوسېدونکی و. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دغه ځوان نږدې دوستان د هغه د اوسني حالت او اقتصادي ستونزو له امله د ناامیدۍ څخه د دې پېښې احتمالي علتونه یادوي، خو دقیق علت تراوسه پورې په رسمي ډول نه دی تائید شوی. په همدې حال کې راپورونه ښيي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د ځان وژنې پېښو په اړه د خبرونو خپرولو محدودیت لګولی او کورنۍ هم د مراسمو په ترسره کولو کې له محدودیتونو سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د فقر او بېکارۍ کچه د طالبانو له واکمنۍ وروسته لوړه شوې او ګڼ شمېر ځوانان له اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img