پر غزې د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې د ٣ خبریالانو په ګډون ١١ فلسطینیان وژل شوي. نړیوالو رسنیو د غزې روغتیایي چارواکو په خبره راپور ورکړی چې وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي او شپږ کسان ټپیان شوي. د راپورونو پر اساس، انس غنیم، عبدالرؤف شات او محمد قشته له وژل شویو خبریالانو څخه دي او د غزې یوه مرکزي سیمه کې د راپور په جوړولو بوخت وو چې د اسراییل له لوري پرې هوایي برید شوی. د غزې روغتیايي مسئولينو په وینا، د اوربند له اعلان سره سره، د اسراییلي ځواکونو بریدونه په بېلابېلو سیمو کې نهدي درېدلي او لاهم ملکي وګړي په نښه کوي. فلسطیني چارواکو ویلي چې اسراییلو د اکتوبر په لسمه د امریکا په منځګړیتوب له شوي اوربند څخه په پرله پسې ډول سرغړونه کړې. همدارنګه اسراییل غزې ته د خوراکي توکو، طبي او نورو مرستو د ننوتلو محدودیت ته دوام ورکوي.



