د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلنوکم عمره لوبډله به نن چهارشنبې د کرېکټ د نولس کلنوکم عمره لوبډلو نړیوال جام سیالیو په ترڅ له تانزانیا سره مخامخ شي. دا لوبه به د نامیبیا د پلازمېنې ویندهوک د کرېکټ په لوبغالي کې د کابل په وخت له غرمې مخکې په یوولسو بجو پیل شي. د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تردې مخکې په خپل ګروپ کې ویسټ انډیز اوجنوبي افریقا ته ماتې ورکړې او تر اوسه په خپل ډي ګروپ کې د جدول په سر کې دی. دا نړیوال جام د زیمبابوې او نامیبیا په ګډ کوربتوب ترسره کېږي، چې پایلوبه به یې د فبروري په ۶ مه وشي.



