نړیوال بانک نن سهشنبې اعلان کړی،چې د سمې پراختیا تر ټولو مهمه پایله د دندو رامنځته کېدل دي او دا د فقر د له منځه وړلو، خلکو ته د هیلې، وقار او ښه راتلونکي د برابرولو تر ټولو اغېزمنه لاره بلل کېږي. د نړیوال بانک په وینا، همدغې موخې ته په کتو، دغه بنسټ خپله کاري تګلاره بدله کړې،ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې د دوی ټولې پروژې په روښانه ډول له کارموندنې سره تړاو ولري. د بانک د معلوماتو له مخې، د دندو رامنځته کول د بنسټیزو زیربناوو پانګونې، د سوداګرۍ لپاره د مناسب چاپېریال جوړولو او د خصوصي پانګې راجلبولو ته اړتیا لري. نړیوال بانک ویلي، چې د دې ډلې د عامه سکتور بنسټونه، لکه د پراختیا نړیواله ټولنه(IDA) او د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک(IBRD)، د بشري او فزیکي زیربناوو تمویل کوي څو خلک او سوداګرۍ وده وکړي. نړیوال بانک همدارنګه زیاتوي، چې له حکومتونو سره نږدې همکاري کوي ترڅو د لوړې ودې لرونکي سکتورونه وپېژندل شي او هغه اصلاحات طرحه شي، چې کارموندنه، پانګونه او اقتصادي وده چټکه کړي. د بانک پر حواله، دا اصلاحات د سوداګرۍ او خصوصي سکتور لپاره نوي فرصتونه برابروي. د نړیوال بانک په وینا، په داسې حال کې چې عامه مالي سرچینې محدودې دي، یوازې دولتي پانګونه بسنه نه کوي، له همدې امله نړیواله مالي مؤسسې (IFC) او د څو اړخیزو پانګونو د تضمین ادارې (MIGA) له لارې خصوصي پانګه، پورونه او تضمینونه برابریږي تر څو سوداګر او شرکتونه پراخ شي او د راتلونکي لپاره نوې دندې رامنځته کړي. یاد بانک خبرداری ورکوي، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به شاوخوا ۱.۲ میلیارده ځوانان د کار عمر ته ورسېږي، چې دا به نړۍ له بېسارې کارموندنې اړتیا سره مخ کړي او په دې برخه کې نړیوال بانک ګروپ ځان د دندو د رامنځته کولو لپاره یو مهم نړیوال شریک بولي.



