یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان ښځو د همت غورځنګ: بندخونه د ښځو ساتنه نه، بلکې سپکاوی دی

د افغان ښځو د همت غورځنګ نن په یوه رسمي اعلامیه کې د کندوز ولایت د محلي خبریالې ناظره رشیدي او د هرات ولایت د ورزشکارې خدیجې احمدزاده د «خپل‌سري او غیرقانوني نیول» غندلي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې د یادو ښځو نیول د اسلامي اصولو، اساسي بشري حقونو او د انساني کرامت ښکاره نقض دی. دغه غورځنګ هغه کسان مخاطب ګرځولي، چې ځانونه د اسلامي ارزښتونو او د افغانانو د حقونو مدافعین بولي او پوښتنه یې ترې کړې: « ایا نه پوهېږئ، که په لوی لاس سترګې پټوئ؟» اعلامیه د قرآن کریم د نساء سورت ۳۲ آیت ته په اشارې سره ټینګار کوي چې اسلام ښځو او نارینه‌وو دواړو ته د کار، هڅې او لاسته راوړنې حق ورکړی دی. د غورځنګ په باور، د ښځو له کار او زده‌کړو څخه محرومول نه اسلامي حکم دی او نه عدالت. د افغان ښځو د همت غورځنګ ویلي،چې د اسلام په تاریخ کې ښځې د ټولنې فعاله برخه پاتې شوې او د حضرت خدیجې (رض) په څېر د سوداګرۍ، اقتصاد او ټولنیز ژوند بنسټګرې وې. همداراز، اعلامیه د رفیدې اسلمی (رض) د بېلګې یادونه هم کړې، چې د اسلامي ټولنې لومړنۍ ډاکتره وه. په اعلامیه کې راغلي، چې د ښځو غږ چوپ کول د ټولنې د نیمايي برخې تحقیر دی او هغه ټولنه چې ښځې خاموشه کړي، هېڅکله عزت، ثبات او پرمختګ ته نه رسېږي. د قرآن کریم هغه آیت ته هم اشاره شوې، چې په کې الله تعالی د یوې مظلومې ښځې فریاد اورېدلی و، ترڅو دا وښيي، چې اسلام د ښځې غږ ته ارزښت ورکوي. دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې د ناظره رشیدي او خدیجې احمدزاده بندي کول د هغوی د خوندیتوب لپاره نه، بلکې د هغوی د عزت او شرافت سپکاوی دی، او له مسئولو ادارو یې غوښتي، چې یادې ښځې بې له قید او شرطه خوشې کړي. په پای کې د افغان ښځو د همت غورځنګ ویلي:« اسلام ښځه په کرامت پېژندلې، نه په قفل او چوپتیا. د ښځې بې‌عزتي د ټولنې بې‌عزتي ده. موږ افغان ښځې، له خپلو هغو حقونو څخه چې الله او اسلام موږ ته راکړي، هېڅکله نه تېرېږو.»

- Advertisment -spot_img