ملګرو ملتونو تایید کړې، چې د سولې او سیاست په چارو کې د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو به د روانې جنورۍ تر وروستۍ افغانستان ته سفر وکړي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک خبري غونډې ته په نیویارک کې ویلي، چې د ترتیباتو له بشپړېدو وروسته به دقیقه نیټه اعلان شي. دوجاریک د دې سفر د هدف په اړه ویلي، چې د دووحې پروسیې تعقیبول دي. دا پروسه د ٢٠٢٣ کال په مې میاشت کې سرمنشي انتونیو ګوتیریش پیل کړې وه.



