د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره د مهاجرتي ویزو صادرول ځنډوي. دغه پرېکړه د هغو کسانو ویزو پورې اړه لري چې غواړي په امریکا کې دايمي استوګنه ترلاسه کړي او ښايي له دولتي مرستو او ټولنیز رفاه څخه ګټه واخلي. د «اېنبيسي» د راپور له مخې، دا اقدام د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د سختو مهاجرتي تګلارو د لا پیاوړتیا نښه بلل کېږي؛ هغه تګلارې چې مخکې یې د ویزو پر غوښتنو محدودیتونه لګولي او د کډوالو د ایستلو پرېکړې یې عملي کړې وې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ټامي پیګاټ، ویلي، چې د یادو هېوادونو لپاره به د مهاجرتي ویزو صادرول تر هغې ځنډول کېږي څو وزارت ډاډ ترلاسه کړي، چې نوي کډوال به د امریکا پر عامه بودجې مالي بار نه ګرځي او د خلکو له سخاوته به ناوړه ګټه نه اخلي. نوموړي زیاته کړې، چې دا ځنډ یوازې د دايمي مهاجرت ویزو پورې محدود دی او موقتي کاري، تحصیلي او سیاحتي ویزې نه رانغاړي. د اعلان له مخې، د دې پرېکړې عملي کېدل به د جنورۍ له ۲۱مې څخه پیل شي او تر هغې به دوام ولري څو اړوند شرایط پوره شي. افغانستان، ایران، عراق، مصر، برازیل، سومالیا او ګڼ نور هېوادونه د هغو هېوادونو په ډله کې شامل دي، چې د هغوی لپاره د مهاجرتي ویزو صادرول ځنډول کېږي.



