اروپايي ټولنې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو لپاره د ۹۰ ميلیارډ یورو پور تصویب کړ. اروپايي کمېسیون اعلان کړی، چې دغه پور په راتلونکو دوو کلونو کې د اوکراین د مالي اړتیاوو د زیاتې برخې د پوره کولو لپاره ورکوي. دا اقدام په روانه جنوري میاشت کې وروسته له دې کیږي چې د اروپايي ټولنې مشرانو تیره ډسمبر میاشت کې دا غوره کړه چې اوکراین ته د اروپايي تولنې په هیوادونو کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په ضمانت د “جبراني پور” په ځای د ټولنې له بودیجې څخه پور ورکړل شي. تېر کال، نړیوال وجهي صندوق (IMF) اټکل کړی و، چې اوکراین به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره شاوخوا ۱۳۵ ميلیارد یورو ته اړتیا ولري. کیف وار دمخه د راتلونکي پسرلي په پیل کې په خپله بودجه کې د ۷۱.۷ ميلیارډ یورو کسر سره مخ دی. په داسې حال کې واشنګټن ویلي، چې اوکراین سره خپلې مالي مرستې کموي،اروپايي ټولنې ژمنه کړې، چې د دغه کسر لویه برخه به پوره کړي.



