په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سربرست سفير مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي دولتي شرکت “اتحاد” د امنیتي چارو له رییس عمر سعید المعمري سره کتلي. په یاده غونډه کې افغانستان ته د ابوظبي دولتي شرکت “اتحاد” د الوتنو په پیل خبرې وشوې. ښاغلي المعمري د “اتحاد” د الوتنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرگند کړ، چې په نيږدې راتلونکې کې به د “اتحاد” الوتنې منظمې پیل شي. ښاغلي سفیر وویل، کابل ته د “اتحاد” د الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لاپیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د سوداگریزې راکړې ورکړې او تگ راتگ کچې په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.



