د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت د سرپرستې او سیاسي څانګې مشرې آغلې جورجټ ګانیون سره ولیدل.
په لیدنه کې افغانستان ته په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې، میرمن روزمیري ډیکارلو په سفر د دوحې پروسې په چوکاټ کې له مخدره توکو سره د مبارزې او خصوصي سکټور د ملاتړ د کاري ډلو په پرمختګونو او راتلونکو غونډو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.
ښاغلي متقي یادونه کړې، چې د اسلامي امارت لخوا د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې قناعت بښونکی پرمختګ شوی، خو په مقابل کې بیا نور لوري نه دي توانیدلي چې بدیل معیشت او بانکي مشکلاتو اړوند قناعت بښونکې لاسته راوړنې ولري. ځکه نو اړینه ده چې اړوند لوري هم کوټلي ګامونه واخلي تر څو په نورو برخو کې هم پرمختګونه وشي. د یوناما سرپرسته آغلې جورجیټ د روانې میاشتې په پای کې افغانستان ته د ملکرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې میرمن روزمیري ډیکارلو د سفر یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. آغلې جورجیټ همداراز د دوحې پروسې د دوه کاري ډلو د مخکینيو غونډو پایلې مثبتې وبللې او یادونه یې وکړه چې په دې برخه کې به لا نوره پاملرنه وشي. په پای کې یادونه وشوه، د دې لپاره چې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ډلو پرته په نورو موضوعاتو هم ګټورې خبرې وشي، باید ګډ کار او همکاري لازیاته شي.



