د طالبانو تر ولکې لاندې عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د درملو او خوړو د کیفیت د کنټرول لپاره به د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د څه باندې ۳۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت معیاري لابراتوارونه جوړ شي. یاد وزارت ویلي، دغه اقدام به د بېکیفیته درملو او خوړو د قاچاق مخه ونیسي او نظارتي سیستم به نور هم لا پیاوړی کړي. د معلوماتو له مخې د درملو د قانون له توشیح وروسته د ناقصو درملو کچه راټیټه شوې، نظارتي ټیمونه فعال دي او اوس مهال له ۶۰۰ زیات ډوله درمل په کور دننه تولیدېږي.



