د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له افغانستان سره د جاپان د ۲۴۰ زره ډالرو د نوې مرستې خبر ورکړی دی. یاد سازمان دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مرستې به له افغان مېرمنو او ماشومانو سره د مرستې په ګډون د بيړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي اډوین سینیزا سالوادور د جاپان د حکومت له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرستې د هغو کسانو د درملنې او پالنې لپاره خورا مهمې دي چې پر نشو روږدي دي. دغه راز، په افغانستان کې د جاپان سفیر کنیچي ماساموتو ویلي دي:«جاپان د افغانانو د پرله پسې ستونزو په اړه ژوره اندېښنه لري او خوشحاله دی چې د روغتیا نړیوال سازمان له لارې د اړینو روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.» بلخوا، پرون د سویډن حکومت هم، له افغانستان سره شپږ میليون ډالره مرسته وکړه. تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د باور ځانګړي صندوق له افغانستان سره د ايټاليا د مرستې خبر هم ورکړی و. ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره شاوخوا ۱ اعشاریه ۷۱ میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا ده.



