چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کونړ کې يوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

د کونړ ولایت د اسعداباد ښار د برساګي په سیمه کې د یوه باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه. دغه ودانۍ د شاوخوا ۱۸ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. کونړ کې د پوهنې ځايي مسئولینو ویلي چې نوموړې ودانۍ د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ رغول شوې، چې ۱۲ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې لري. د دې نوې ودانۍ په ګټې اخیستنې سره دا مهال شاوخوا ۱۷۵۰ تنه زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شو. په افغانستان کې لا هم زرګونه ښوونځي د ودانیو، درسي خونو، پاکو اوبو، تشنابونو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي. ډېری زده‌کوونکي په میدانونو، خېمو او یا هم زړو او غیر معیاري ودانیو کې زده‌کړې کوي چې د زده‌کړو پر کیفیت یې اغیز کړی دی. په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیل ته شاوخوا دوه میاشتې پاتې دي خو لا هم طالبانو د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانېستل کېدو کړې ژمنه نه ده عملي کړې. نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو بنسټونو په ځلونو ټینګار کړی چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه نه یوازې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د افغانستان پر اقتصادي، ټولنیز ارزښت هم بدې اغېزې کوي. د هغوی په باور، دوامدار پرمختګ هغه مهال شونی دی، چې د ټولنې ټول وګړي، په ځانګړي ډول نجونې، د زده‌کړو له حق څخه په بشپړه توګه برخمن شي.

- Advertisment -spot_img