په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو په دوام، د راپورونو له مخې په یاد هېواد کې ډېری لاریونوال د امنیتي ځواکونو په مخامخ ډزو کې وژل شوي دي. د راپورونو له مخې په ایران کې لاریونونه څو ښارونو ته غځېدلي او لا پراخ شوي، چې له امله یې د وژلشویو لاریونوالو شمېر ۲۱۶ ته لوړ شوی دی. بلخوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې قهرجن لاریونوال په یو موټر امنتي ځواکونو وهي او وژني یې. په ورته مهال د ایران مذهبي مشر، علي خامنهيي هلته روان لاریونونه بهرنۍ دسیسه بللې او د لاریونوالو د مخنیوي فرمان یې صادر کړی دی. علي خامنهيي همداراز په خپلو څرګندونو کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ته هم خبرداری ورکړی او ویلي چې د ټرمپ لاسونه د زرګونه ایرانیانو په وینو سره دي. تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د ایران حکومت د نسکورېدو په درشل کې دی. په ورته مهال پر بشري حقونو د څار یو شمېر بنسټونو د ایران له حکومته غوښتي چې پر لاریونوالو مخامخ ډزې بندې کړي، بلکې د دوی غوښتنو ته رسېدنه وکړي.



