الفلاح بانک په افغانستان کې خپلې چارې پای ته رسوي. یاد بانک، چې د پاکستان له سترو خصوصي بانکونو څخه دی، تازه یې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپلې بانکي چارې پای ته رسوي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې یاد بانک د پاکستان د مرکزي بانک (سټېټ بانک اف پاکستان) منظوري ترلاسه کړه. له دې وروسته، الفلاح بانک په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د تدریجي پای ته رسولو رسمي بهیر پیل کړی، په داسې حال کې چې یاد بانک له څو کلونو راهیسې دې هېواد کې فعالیت درلوده. د یاد بانک د اعلامیې له مخې، غضنفر بانک چې د افغانستان له مهمو مالي بنسټونو څخه دی، د الفلاح بانک د افغانستان د فعالیتونو د اخیستو لېوالتیا ښودلې ده. له همدې امله، په پاکستان او افغانستان دواړو کې د مقرراتي منظورۍ بهیر پیل شوی دی. طالبانو غضنفر بانک ته اجازه ورکړې چې د Due Diligence یا تفصیلي ارزونې بهیر ترسره کړي، چې پکې د الفلاح بانک شتمنۍ، پورونه او د قانوني اصولو مراعات شامل دي. د افغانستان مرکزي بانک په رسمي ډول غضنفر بانک ته د دې بهیر د پیل اجازه ورکړې ده او دا پروسه اوس د بشپړېدو وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې ده. کارپوهان دا پرېکړه په سیمه کې د پراخو اقتصادي او مقرراتي بدلونونو انعکاس بولي.



