سیمه ییزو سرچینو ویلي، دغه موټر د افغان-چاینا اړوند شرکت دی، چې تخار کې د سرو زرو کانونو د کیدنې چارې یې مخ ته وړلې. دغه سيمه کې د لاریونوالو او طالب جنګیاليو ترمنځ نښتې هم شوې او داسې ویل کېږي، چې تراوسه پکې شاوخوا ۵ کسان وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان دي. طالبانو تراوسه په رسمي ډول په تخار او بدخشان ولایتونو کې لاریونوالو سره د راپورته شوې شخړې د حل لپاره څه غبرګون نه دی ښودلای. راپورونه وايي، چې د سیمې خلکو د طالبانو او بهرنیو شرکتونو د کان کیندنې له چارو او دوی ته د نه حق ورکړې له امله پراخ لاریونونه ترسره کړي دي.



