د ایران د رېلپټلۍ ادارې چارواکو اعلان کړی، چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې افغانستان ته د رېلپټلۍ له لارې د صادراتو کچه ۱۲ سلنه لوړه شوې ده. دا پرمختګ د ایران د صادراتو د پراختیا، په ځانګړي ډول افغانستان ته د توکو د لېږد، لپاره مهم ګام بلل شوی دی. د ایران د رېلپټلۍ ادارې عمومي رییس جبارعلي ذاکري ویلي، چې د رېل ټرانسپورټ پراختیا د صنعتي تولید د لګښتونو په کمولو کې مهم رول لري او کولی شي د هوا د ککړتیا د راکمولو، د سړکونو د خوندیتوب د ښه والي او د لګښتونو د کمېدو لامل شي. د نوموړي، د فولادو او کانونو په برخه کې ستر صنعتي شرکتونه هر کال لسګونه میلیونه ټنه توکي لېږدوي او د رېل له لارې د بارونو لېږد، د تولیدي لګښتونو د راکمولو تر ټولو اغېزمنه لار بللې ده. هغه ویلي، چې سږ کال ایران د لومړي ځل لپاره ځینې صنعتي تولیدات د رېل له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو ته صادر کړي دي. د ایران رېلپټلۍ ادارې مشر افغانستان ته د صادراتو لپاره د رېلپټلۍ د نوي دهلېز پرانیستل کېدو خبر هم ورکړی او دا یې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره مهم بللی دی. د ایراني چارواکو د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۴۵۰ زره ټنه بېلابېل توکي د رېلپټلۍ له لارې افغانستان ته صادر یا ټرانزیټ شوي دي. ذاکري زیاته کړه، چې د راتلونکي کال لپاره افغانستان ته د رېل له لارې د بار لېږدلو موخه، له یو نیم میلیونه ټنو څخه زیاته ټاکل شوې ده. د هغه پر وینا، یوازې په روانه میاشت کې افغانستان ته د رېلپټلۍ له لارې د صادراتو کچه ۷۰ زره ټنو ته رسېدلې او تمه ده، چې په راتلونکې میاشت کې دا اندازه له ۱۰۰ زره ټنو څخه واوړي. چارواکي وایي، چې افغانستان ته د رېلپټلۍ له لارې لېږدول کېدونکي توکي د ودانیزو موادو، فولادي محصولاتو، سرامیکي تولیداتو او همدارنګه نفتي موادو څخه جوړ دي، چې د سیمې د هېوادونو له لارې ترانزیټ کېږي. ایراني چارواکو ویلي، چې له افغانستان سره د رېلپټلۍ برخه کې دوه اړخیزه همکاري به د ټرانسپورټ لګښتونه راکم، د بار د لېږد ظرفیت ښه او د رېلي شرکتونو عواید لوړ کړي. د هغوی پر وینا پر نوي پلان کار کوي، چې ځینې مهمې رېلپټلۍ غبرګې کړي څو د بار د زیاتېدونکي حجم اړتیا پوره شي.



