د اروپايي ټولنې مرستیال ښاغلي بنجامین د يادې ټولنې د فرهنګي برخې مسئولې سینډرا په ملتیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ملي ارشيف څخه لیدنه وکړه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بهرنيو اړيکو او فرهنګي آتشو رياست رييس ښاغلي شفيق احمدزي او د ملي ارشیف رييس قاري عبیدالله حنیف د ارشیف د ودانۍ او آثارو په اړه معلومات شريک کړل، د معلوماتو له مخې د ملي ارشیف ودانۍ ۱۲۹ کاله تاريخي مخينه لري، چې په کې د بېلابېلو دورو تاريخي نسخې ساتل کېږي. د اروپايي ټولنې مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي: د ملي ارشیف په لیدو ډېر متاثر شوم، د دا ډول تاريخي نسخو ساتنه يو ستر تاريخي اقدام دی، له دې داسې ښکاري، چې افغانان له خپل کلتور او تاريخي آثارو سره بې سارې مينه لري. همدا راز د ملي ارشیف رييس ښاغلي حنیف د اروپايي ټولنې له پلاوي څخه وغوښتل چې د اروپايي هېوادونو له ارشیفونو سره د افغانستان د ملي ارشیف د اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي.



