شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل؛ پر اسمايي غره د زینتي بوټو تخمونه وکرل شول

د کابل پر اسمايي غره د شنو ونو او بوټو د تخمونو د کرلو او ونو کېښودلو لړۍ پیل شوه. کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه ګام یې د ښاري زرغونتیا د پراختیا په موخه تر سره کړی دی. د ښاروالۍ مسئولینو ویلي چې د ونو کېښودلو لړۍ به کابل ښار ته د ښکلا ورکولو ترڅنګ، د میلیونونو کسانو لپاره د پاکې هوا برابرولو برخه کې ګټوره تمامه شي. کابل ښار د افغانستان د هغو ولایتونو په کتار کې راځي چې سختې وچکالۍ ځپلی او ګڼ شمېر اوسېدونکي یې د اوبو له نشتوالي سره مخ شوي دي. افغانستان کې اقلیمي بدولون له هغو جدي ننګونو څخه دی، چې دا مهال یې ګڼ شمېر افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي. د اقلیمي بدلون له کبله ګڼې ځمکې شاړې شوې دي او خلک یې کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړي دي. د دې ترڅنګ د خلکو کلني حاصلات د وچکالۍ له کبله زیانمن شوي او ورځني عایدات ورسره کمرنګه شوي دي. د اقلیمي بدلون له کبله په افغانستان کې زلزلې او سیلابونه رامنځ‌ته شول چې پرمهال زرګونه تنه مړه او ګڼ نور ژوبل شول. نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې اقلیمي بدلون لوی ناورین بللی او پر نړیواله ټولنه یې غږ کړی، چې دغه برخه کې دې له افغانستان سره پراخې همکارۍ وکړي.

- Advertisment -spot_img