شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

راستنو شویو افغان کډوالو ته کاري روزنه ورکول کېږي

په افغانستان کې  د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ويلي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۸ ميلیون څخه ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. یاد بنسټ په یوه راپور کې زیاته کړې چې د راستنېدو څپه په عمده توګه له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستانه راغلې او دا هېواد لاهم د بې ثباتۍ او وروستیو طبیعي پېښو اغېزې تجربه کوي. د کډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي له سرپناه، مناسبو کارونو یا کافي سپما  پرته افغانستان ته راستنیږي او له خپلو کورنیو سره د مرستې کولو توان نه لري. د افغانستان په ختیځ کې پر دې وضعیت د غور لپاره، ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د ځانګړي صندوق (STFA) له بودجې د پايېدونکو حل لارو ګډه پروژه پلي کوي. دا پروژه، چې د UNDP په مشرۍ ترسره کیږي، د ملګرو ملتونو اته نورې ادارې سره یوځای کوي او د بنسټیزو زیربناوو پر پیاوړتیا، د انعطاف منونکي او ټولګډونه معیشت جوړولو او د ټولنې پر بنسټ له پراختیایي چلند سره د ښځو  په پیاوړتیا باندې تمرکز کوي. د دې پروژې یو له اصلي فعالیتونو راستنېدونکو ته د کار مهارتونو ترلاسه کولو او د کار بازار ته د ننوتلو لپاره تخنیکي او مسلکي روزنه ورکول دي. په دې روزنه کې د ګرځنده تیلیفون ترمیم، د لمریزو سیسټمونو نصب او ساتنه او نور عاید راوړونکي مهارتونه شامل دي او د کورس تر بشپړولو وروسته، زده کوونکي د خپلې سوداګرۍ د پیلولو لپاره اړین وسایل او تجهیزات ترلاسه کوي. دا پروژه د ملګرو ملتونو د همکارۍ یوه بېلګه ده چې د خلکو پر اړتیاوو  او د فعالیتونو د تکرار پر مخنیوي په ټينګار سره، راستنېدونکو ته فرصت ورکوي چې پايېدونکی ژوند وکړي او د کار په بازار کې فعال رول ولوبوي.

- Advertisment -spot_img