د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین محمد زاهد احمدزي د ایران اسلامي جمهوریت د کار او ټولنیزې سوکالۍ وزارت مرستیال سید مالک حسیني په مشرۍ پلاوي سره کتلي او ژمنه یې کړي ایران غواړي افغانانو ته هر کال تر ۲،۰۰۰ پورې کاري ویزې ته ورکړي. په دوهاړخیزه لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د فني او حرفوي زدهکړو د پراختیا، ایران ته د ماهرو افغان کارګرانو د لېږد، د کاري او علمي تجربو د شریکولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تخنیکي خبرې کړې دي. محمد زاهد احمدزي په ایران کې د مېشتو غیرقانوني افغان کارګرانو لپاره د قانوني کاري جوازونو په برابرولو، د فني او حرفوي زدهکړو د پروګرامونو په پراختیا او د ګډو تخنیکي روزنیزو پروګرامونو پر جوړولو ټینګار کړی دی. هغه زیاته کړه چې اوس مهال بېکاري د افغانستان یوه ستره ننګونه ده او د هغې په حل کې د ګاونډي هېواد مرسته او تجربې دواړه اړینې دي. د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال سید مالک حسیني، ویلي چې ایران چمتو دی ترڅو په قانوني ډول د افغان کارګرانو تنظیم، د ماهرو او مسلکي کاريګرو تبادله، د فني او حرفوي زدهکړو د لنډمهاله او اوږدمهالو پروګرامونو جوړول او د کاري تجربو شریکول ترسره کړي. حسیني هیله ښودلې چې د بصیري حرفوي زدهکړو مرکز ته به پاملرنه زیاته شي، په ایران کې مېشت غیرقانوني کډوال به قانوني هویتي مدارک ترلاسه کړي او د غیرقانوني کارګرانو د تګ مخنیوی به وشي. ایراني پلاوي په دغه دوه اړخیزه غونډه کې ویلي چې دواړو لوریو د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو اړتیاوو، فني او حرفوي زدهکړو، کډوالو چارو او نورو اړوندو موضوعاتو د حل لپاره د ګډې کاري کمیتې جوړولو هوکړه وکړه.



