شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

فراه کې د لومړي ځل لپاره دولتي جمنازیوم پرانيستل شو

د فراه ښار په څلورمه ناحيه کې د احمدشاه بابا په تفريحي پارک کې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت يو ورزشي جمنازيوم جوړ او په رسمي توګه پرانيستل شو. د فراه ښاروال، سردار محمدمرصاد، ويلي چې دغه جمنازيوم د فراه ښاروالي له لوري پر یو جریب ځمکه جوړ شوی دی. د نوموړي پر وينا، دا ورزشي تالار ۵۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره پلنوالی لري او په يو وخت کې د ۱،۵۰۰ نندارچيانو د ځایېدو وړتيا لري. ښاروال زياته کړې چې دا په فراه کې لومړنی دولتي جمنازيوم دی، چې رسمي فعاليت پيلوي او موخه يې د ورزشي فعاليتونو پياوړتيا او ځوانانو ته د سالمو تفريحي اسانتياوو برابرول دي. بل لور ته، د فراه د فوټسال کمېټې مسئول، حميدفراهي ويلي چې دغه جمنازيوم د فوټسال او واليبال لوبو لپاره ډېر ګټور دی. هغه زياته کړې، چې دا مهال په فراه کې ټولټال ۱۰ جمنازيومونه فعال دي. د سيمې اوسېدونکي هم د يادې ورزشي پروژې له پلې‌کېدو خوښي څرګندوي او دا د ځوانانو د ورزش ودې لپاره يو مهم ګام بولي.

- Advertisment -spot_img