د کویټ حکومت په خپل هیواد کې د مېشتو بهرنیانو لپاره د استوګنې (اقامې) په قانون کې نوې بدلونونه راوستي، چې موخه یې له هېواده د باندې د پاتې کېدو موده محدودول او د اقامې سیستم لا اغېزمن کول دي. د نویو مقرراتو له مخې، هغو کسانو ته چې د اوږدې مودې لپاره له کویت څخه بهر پاتې کېږي، یو حد تاکل شوی دی. د کویټ د کورنیو چارو وزارت د نوي اقامتي قانون له مخې د بهرنیو اوسېدونکو لپاره نوی قانون نافذ کړی، چې پر بنسټ یې هر بهرنی وګړی کولی شي تر شپږو میاشتو پورې له کویټ څخه بهر پاتې شي. که څوک له دې مودې زیات بهر پاتې شي، نو د هغه د اقامې حیثیت له خطر سره مخامخ کېدای شي. د نړۍ په ځینو نورو هیوادونو کې هم د دایمي اقامت یا استوګنې لپاره ټکلي وختونه شته، مثلاً د بریتانیا د قوانینو له مخې هغه څوک چې د دغه هیواد دایمي اقامت لري، باید تر ۱۸ میاشتو ډېر له دې هیواده بهر پاتې نه شي. د خلیج نیوز د راپور له مخې، دا پرېکړه د کویټ د اقامتي قانون د نويو اداري مقرراتو برخه ده او پر ډېری اقامتي کټګوریو به تطبیق شي. خو پانګهاچوونکو او د جایداد لرونکو کسانو ته به په دې قانون کې تر یوې کچې استثنا ورکړل شي. دا نوي مقررات پر کورنیو کارکوونکو هم تطبیقېږي، چې د ۲۰مې مادې (Article 20) له مخې ثبت شوي دي. د هغوی لپاره له هېواده د باندې د پاتې کېدو اعظمي موده څلور میاشتې ټاکل شوې ده. که تر دې زیاتې رخصتۍ ته اړتیا وي، نو کفیل باید په رسمي ډول اجازه ترلاسه کړي. چارواکي وایي، د دغو بدلونونو موخه د اقامتي قوانینو د تطبیق ښه کول او د بهرني نفوس د ادارې لا اغېزمنول دي، په داسې حال کې چې د بهرنیانو لپاره د اوږدې مودې د اوسېدو په خاطر یو څه اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.



