شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خلیلزاد: له طالبانو سره د امریکا د اړیکو لوی خنډ امریکایي زندانیان دي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه ویلي چې دا سفر یې شخصي و او له ځانه سره د واشنګټن کوم ځانګړی پیغام نه و وړی. هغه ویلي د سفر موخه یې له امریکا سره طالبانو د حکومت د اړیکو ښه کولو لپاره د ګامونو اخیستلو په اړه مشورې دي. زلمي خلیلزاد د افغانستان له یوه خصوصي ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي د طالبانو حکومت ته یې په دې سفر کې مشورې شخصي نظریات دي او امریکا کوم ځانګړی پیغام له ځانه سره نه لري. خلیزاد په مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا مهم خنډ په افغانستان کې د دوه امریکایي اتباعو زنداني کېدل دي چې له محکمې پرته لاهم په زندان کې دي. نوموړي ویلي طالبانو هم منلې چې دا دوه امریکایان ورسره لاهم په زندان کې دي. هغه ویلي د دې دوه امریکایي زندانیانو د نیول کېدو لامل هم نه دی مالوم او په وینا یې د افغانستان لپاره سرخوږی دی. د زلمي خلیزاد په وینا د دې زندانیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې هم خبرې روانې دي.

- Advertisment -spot_img