د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په لومړۍ نېټه د چین لهخوا د تایوان ترڅنګ د وروستیو پوځي تمرینونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتوي. د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، توماس «ټامي پیګوټ» په یوه رسمي بیان کې ویلي چې د چین پوځي فعالیتونه او توندې څرګندونې نه یوازې د تایوان پر وړاندې، بلکې د سیمې د نورو هېوادونو لپاره هم د اندېښنې وړ دي. د هغه پر وینا، واشنګټن له بیجینګ غواړي، چې له زغم کار واخلي، پر تایوان پوځي فشار پای ته ورسوي او د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو لار خپله کړي.



