شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د جې ۷ ډلې هېوادونو د ایران تخریبوونکي اقدامات وغندل

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په حواله د G7 ډلې هېوادونو د چټک غبرګون مکانیزم (RRM) غړو په یوه اعلامیه کې د ایران له خوا له دغه هیواد څخه بهر سرکوب او د ټولو تخریبوونکو فعالیتونو په غندلو سره ویلي، چې له هغو اقدماتو سره به مقابله وکړي، چې د دوی ملي حاکمیت کمزوری کوي. په دغه اعلامیه کې چې د اصلی غړو کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا، متحده ایالات او اروپایي ټولنې سربیره، د اړوند غړو استرالیا، هالنډ، نیوزیلنډ او سویډن له لوري لاسلیک شوې راغلي، چې «د ایران استخباراتي ادارو په مخ پر ډېریدونکي ډول هڅه کړې، چې له هېواده بهر خپل سیاسي مخالفین ووژني». په اعلامه کې ویل شوي، چې ایران له خپلې خاورې څخه د باندې سړي تښتونه کړې او خپل مخالفین یې ځورولي او ربړولي دي او دغه چلند په ښکاره ډول د دغو هیوادونو ملي حاکمیت کمزوری کړی دی. د G7 ډلې هیوادونو د چټک غبرګون مکانیزم اعلامیه په داسې شرایطو کې خپرېږي، چې مخکې تر دې د سه شنبې په ورځ د استرالیا حکومت په یوه غیر منتظره خبر کې اعلان کړی و چې د ایران سفیر او درې نور چارواکي له کانبرا څخه اخراجوي. د استرالیا لومړي وزیر انتوني آلبانیزي، د ایران حکومت په سیدني او ملبورن ښارونو کې د یهودانو ضد دوو بریدونو کې په لاس درلودلو تورن کړی و. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر له خپلو اتباعو او ایراني الاصله استرالیایانو غوښتي و چې ایران ته له سفر کولو څخه دې ډډه وکړي او د ایران رژیم یې د نه وړاندوينې وړ او تاوتریخوالی کوونکی رژیم وباله. تیر کال د بریتانیا د داخلي امنیت ادارې (MI5) اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ راهیسې تر اوسه پورې د ایران له خوا لږ تر لږه ۲۰ طرحې د بریتانیایي اتباعو او یا هم په بریتانیا کې د مېشتو کسانو د تښتونې او یا ترور له پاره چې ایران یې ځانته ګواښ ګڼي، پيژندل شوي دي. د بریتانیې د پارلمان د اطلاعاتو او امنیت کمېټې په یوه رپوټ کې خبرداری ورکړی، چې ایران د بریتانیې لپاره څو بعدي او مخ پر زیاتیدونکی تهدید ګڼل کېږي. د سویډن امنیتي سرویس هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې ایران په نورو اروپايي هیوادونو کې د تاوتریخوالي له ابزارو څخه استفاده کړې ده، تر څو د انتقادو کوونکو او د تهران د رژیم له پاره ګواښ ګڼل کیدونکي غږونه خاموش کړي.

- Advertisment -spot_img