شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې د بایسکل‌ځغلونې سیالۍ پیل شوې

د بایسکل‌ځغلونې ملي فدراسیون وايي چې په کابل کې یې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل‌ځغلونې غوراوي سیالۍ پیل کړې دي. د یادو سیالیو پر مهال د بایسکل‌ځغلونې ملي فدراسیون سرپرست سید نبي‌الله سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو سیالیو کې له کابله ۷۰ ورزشکارانو برخه اخیستې چې د المپیک له ملي کمېټې به د دارالامان تر ماڼۍ پورې واټن وهي. هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ د بایسکل‌ځغلونې ملي سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه ترسره کېږي چې پایله کې به یې ۲۵ ورزشکاران د ملي ټاکنیزو سیالیو لپاره وټاکل شي. د بایسکل‌ځغلونې فدراسیون د سرپرست په خبره، شاوخوا شل ورځې وروسته به په هېواد کې د بایسکل‌ځغلونې ملي ټاکنیزې سیالۍ هم ترسره شي. د یادو سیالیو ګډونوال محمدشریف پژواک ته وویل، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې دغو سیالیو ته چمتووالی نیولی او هیله لري چې ملي سیالیو ته به لار پیدا کړي. هغه زیاته کړه، داسې سیالۍ ترسره کول د بایسکل‌ځغلونې ورزش د پرمختګ او د نوو استعدادونو موندلو لپاره ډېرې مهمې دي. هغه د المپیک له ملي کمېټې غوښته وکړه چې د بایسکل‌ځغلونې برخې ته دې پاملرنه ډېره کړي او همداسې سیالۍ نورې سیالۍ دې هم جوړې کړي. د یادو سیالیو بل ګډونوال شفیق عزیزي وایي، خوښ دی چې داسې سیالۍ ترسره کېږي او ګډون په‌کې کوي. نوموړی وایي، دغو سیالیو ته یې بشپړ چمتووالی نیولی او هڅه کوي چې ښه نتیجه واخلي.

    - Advertisment -spot_img