کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسئولينو ويلي چې له دغه ولایت څخه په ټولیزه توګه ۷۵ ټنه هوږه د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته صادره شوې ده. د طالب چارواکو پر وینا، دا صادرات د کندهار کرنې ریاست او سوداګرۍ خونې په ګډه همکارۍ شوي دي. د کرنې ریاست ویاند انجنیر محمدحنیف حقمل وايي: «دغه هوږه د کندهار د دامان، ژړۍ، میوند، ډنډ، بولدک، شاولیکوټ او یوشمېر نورو ولسوالیو څخه راټول شوې وه او د ایران د چابهار بندر په واسطه هند ته صادره شوه.» هغه زیاتوي چې د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو خرابوالي له امله د واګه بندر د سوداګرۍ دروازه تړل شوې، خو اوس د کندهار له لارې د کرنیزو محصولاتو صادرات بېرته فعال شوي دي. د زابل د تازه مېوې یو سوداګر شیرجان وايي: «دا تازه مېوې د تجار او افغان صادراتو لپاره یو لوی فرصت او ښه پیل دی.» شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار ولایت مقام، کرنې ریاست، سوداګرۍ خونې او ملي سوداګرو په ګډو هڅو د کندهار له لارې ۱۲۵ ټنه مڼې د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته صادرې شوې وې. کندهار د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې د هوږې، انارو، انګورو او نورو تازه مېوو د تولید لپاره ځانګړې شهرت لري.



