د ۲۰۲۵ اسیام جام شلاووریزې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب نن پیلېږي، چې لومړۍ لوبه به یې د افغانستان او هانګکانګ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاووریزو سیالیو کې چې نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي، د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه پهکې لري. د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګلهدېش، سریلانکا او هانګکانګ لوبډلې سره لوبېږي. دغه راز، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د افغانستان او هانګکانګ ترمنځ د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې د ابوظبۍ په کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سپټمبر په ۱۶مه له بنګلهدېش سره او درېیمه لوبه به د همدې میاشتې په ۱۸مه د سریلانکا له لوبډلې سره ترسره کړي. د یادونې ده، تېر ځل د اسیا جام شلاووریزو سیالیو اتلولي د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې ګټلې وه.



