شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روانه اوونۍ ځينې اروپايي مشران امريکا ته سفر کوي

رویټرز د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله خبر ورکړی چې ځیني اروپایي مشران به روانه اوونۍ په انفرادي ډول واشنګټن ته سفر وکړي څو د اوکراین جګړې په اړه ورسره خبرې اترې وکړي. د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پرون (یک‌شنبه) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې څو اروپايي مشران به د روانې اوونۍ په دوشنبه یا سه شنبه په انفرادي ډول واشنګټن ته راشي. هغه د یادو مشرانو له نوم اخیستو پرته ویلي چې د هغوی د سفر موخه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې وضعیت په اړه بحث او مذاکره کول دي. په راپور کې راغلي چې ټرمپ د روسیې او اوکراین جګړې د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو کي‌ایف کې د دولت پر ودانۍ د روسیې وروستی برید د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم خبرې اترې وکړي. ورته مهال، ټرمپ هیله‌مندي ښودلې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي.

- Advertisment -spot_img