روسي رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلهځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه د روسیې دویمه جوپه مرسته کابل ته رارسول شوې ده. د راپورونو له مخې چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین په لارښوونه په دې ۲۰ ټنه مرسته کې خېمې، کمپلې او د سرپنا نور توکي شامل دي. د ویلو ده چې د سپتمبر ۵مه د روسیې د مرستې په لومړۍ جوپه کې هم مهم توکي شامل وو. له دې مخکې د هند، متحده عربي اماراتو او چین په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د ختیځو ولایتونو له زلزلهځپلو سره خپلې بېړنۍ مرستې رالېږلې وې. همداراز د ملګرو ملتونو ځینو ادارو او اروپايي ټولنې هم د کونړ د زلزلهځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه میلیونونه ډالر ځانګړي کړي دي. په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهانو له اسلامي امارت غوښتي چې په دې مرستو باید د کونړ زلزلهځپلو لپاره اساسي کورونه جوړ شي او د داسې بل ستر ویر مخنیوی وشي. کارپوهانو ځپلشویو کسانو ته د مرستو پر شفاف وېش ټینګار کړی دی.



