شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نثاراحمد قاضي‌خاني کيک‌بوکسینګ سیالیو کې ټایلندي سیال ته ماتې ورکړه

افغان ورزشکار نثاراحمد قاضي‌خاني د «AllFight Night» نړۍوالو سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړه. نثاراحمد قاضي‌خاني ویلي، د کیک‌بوکسینګ نړۍوالو سیالیو کې چې تېره شپه په متحده ایالتونو کې ترسره شوې، وتوانېد خپل ټایلنډي سیال ماتې ورکړي. هغه زیاته کړه، دا بریا د افغانستان ټولو خلکو ته ډالۍ کوي او هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې نورې لاسته‌راوړنې هم ولري. قاضي‌خاني له دې مخکې څلور سیالۍ ترسره کړې چې درې یې ګټلې او یوه یې بایللې ده. نوموړي په خپله تېره سیالۍ کې هم چې د امریکا د یوه ستر ورزشي سازمان د کیک‌بوکسینګ برخې اړوند وه، د سرو زرو مډال ګټلی و.

- Advertisment -spot_img