د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې کابل نن شنبه او یکشنبه د برېښنا ثبات او پرمختګ او دې برخه کې د پانګونې فرصتونو معرفي کولو او سیمه ییزې همکارۍ نړیوال کنفراس کوربه دی. د یاد شرکت د معلوماتو له مخې په دغه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې به د ۲۲ هېوادونو استازي، د نړيوالو بنسټونو غړي، ملي او نړیوال پانګوال، د ولتي ادارو استازي او د خصوصي سکټور فعالان ګډون ولري. دغه کنفرانس داسې مهال جوړیږي، چې طالبانو د برېښنا انرژي برخه کې د ځان بسیاینې هڅې پیل کړې.



