د ختیځو ولایتونو له زلزلهځپلو سره د هند د مرستو لومړۍ جوپه پرون ماښام مهال کابل ته رارسېدلې ده. د هند بهرنیو چارو وزیر، جې شنکر ویلي چې په دې مرستو کې خېمې، د اوبو زېرمې، طبي وسایل او نور اړین توکي شته، او زیاته کړې یې ده چې نورې مرستې به هم راتلونکو ورځو کې را ولېږدول شي. جې شنکر همداراز ویلي چې دوی د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلې سیمې له نږدې څاري. هند تر دې مخکې هم د افغانستان له زلزلهځپلو سره د ۱۰۰۰ خېمو او ۱۵ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې وه. په ورته وخت کې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې د چین سفارت له او سوداګرو له لوري له زلزلهځپلو سره نغدي مرسته دې ادارې ته سپارل شوې ده. بلخوا اروپايي ټولنې هم اعلان کړی چې د زلزلهځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه یې یو میلیون یورو ځانګړي کړي او تر څنګ یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم چمتو کړې چې د روانې اوونۍ تر پایه به کابل ته ورسول شي. پر دې سربېره یو شمېر نورو هېوادونو هم د ختیځو ولایتونو له زلزلهځپلو سره د بېړنیو مرستو ډاډ څرګند کړی دی.



