جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کونړ کې د زلزلې د تلفاتو شمېر لوړ شوی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، کونړ کې ثبت شوي شهیدان تر اوسه ۱۴۱۱ او ټپيان بیا ۳۱۲۴ تنه دي. دا مرګ ژوبله د مرکز اسعداباد تر څنګ په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پيچ دره، وټپور کې اوښتې ده. د طالبانو ویاند وايي، هغه سیمې چې هلیکوپټر تګ ورته ناممکن و، هلته یې کومانډو ځواکونه د پراشوټ له لارې ښکته کړي دي. کونړ کې لا هم افغان ځواکونه، عام خلک او ژغورونکي ډلې د ټپيانو او جسدونه په ایستلو کار کوي. چارواکي وايي، په خاص کونړ ولسوالۍ کې زلزله ځپلو لپاره کمپ هم جوړ شوی چې خدماتي او نورې کميټې په کې مواد او عاجلي مرستې تنظيموي. د پېښې ځای ته نژدې دوه مرکزونه هم جوړ شوي چې د ټپيانو انتقالات، د شهيدانو تدفين او پاتې کسانو ژغورلو چارې له نژدې اداره کوي. مختلفو هيوادونو د خواخوږۍ پيغامونو تر څنګ مرستې هم اعلان کړې چې يو شمېر يې د زلزله ځپلو ته د عاجلو مرستو کميټې ته سپارل شوې دي. کونړ کې زلزلې نه یواځې د سر زیان اړولی، هلته ځينې کلي هم له مخې هوار شوي، د تازه مالوماتو له مخې په کونړ کې ۵۴۱۲ کورونه په بشپړ او یا نسبي ډول ویجاړ شوي دي.

- Advertisment -spot_img