جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان کې د پي او آر کارت لرونکوافغان کډوالو د را اېستلو لړۍ پيل

پاکستان کې د میشتو POR کارت لرونکوافغان کډوالو د پاته کیدو مهلت پرون پای ته ورسیده او اسلام اباد ویلي چې سر له نن به دوی افغانستان ته ستنوي. ملګري ملتونه وايي شاوخوا یو اعشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال پاکستان کې د POR کارتونه لري. د دې کډوالو د کارتونو موده دوه میاشتې وړاندې، د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې، خو پاکستان یې له تمدید ډډه کړې. بلخوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ UNHCR افغانستان ته د ستنوشویو کډوالو اړتیاوو ته د رسیدو لپاره په نړیوالو د مرستې غږ کړی. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايی سږ کال شاوخوا دوه ملیونه او درې لکه افغانان اکثریت د فشار لاندې له ایران او پاکستان خپل هیواد ته ستانه شوي دي. د UNHCR اداره وايی دغه کډوال داسې یوهیواد ته ستانه شوي چې د استقبال لپاره یې امادګي نه لري.

- Advertisment -spot_img