جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هېواد کې د بېکارۍ لوړه کچه؛ افغان ولس د کاري فرصتونو غوښتنه کړې

د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د بېکارۍ د لوړې کچې درلودونکو هېوادونو منځ کې یوویشتم ځای کې دی. ښاریان د کاري فرصتونو غوښتنه کوي، کارپوهان وايي، د بېکارۍ د ستونزې هواري لپاره باید بنسټیز اقدامات وشي او د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې برخه کې د خپلو هڅو په اړه خبر ورکوي. د چارو پوهان په هېواد کې اوږدمهاله جګړه او د اقتصاد کمزوري د بېکارۍ اصلي عوامل یادوي او د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دې ترڅنګ چې د هېواد د شتمنۍ کنګل کېدل او په ډېر شمېر د کډوالو راستنېدل د بېکارۍ مهم لاملونه بولي وايي، د پروژو په عملي کېدو سره ډېره کاري ځواک په کار بوخت شوی او په کور دننه او بهر د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره هڅې روانې دي. د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۱۱.۹۹۴ سلنه وه؛ دغه کچه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۴.۱ سلنې ته لوړه شوې، په ۲۰۲۳ کال کې لږه ټیټه شوې او ۱۳.۹۹۱ سلنې ته رسېدلې ده. د نړۍوال بانک د معلوماتو پر اساس، د ۲۰۲۴ کال تر پایه د بېکارۍ کچه ۱۳.۲۹۵ سلنه ثبت شوې ده. دغه ارقام ښيي چې د بېکارۍ کچه چې په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۱۸ سلنه لوړه شوې وه، د ۲۰۲۴ کال تر پایه نږدې شپږ سلنه راټیټه شوې؛ خو بیا هم د ۲۰۲۱ کال په پرتله لوړه پاتې ده.د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې د بېکارۍ کچه د افغانستان په پرتله لوړه ده.

- Advertisment -spot_img