د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، راتلونکې اوونۍ به د امریکا دوه ستر مخالفین کیم جونګ اون او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوټین چین ته سفر وکړي. د چین بهرنیو چارو وزارت ظاهراً د دغه سفر موخه د چین بریا ورځې په مناسبت پوځي پریډ کې د پوټین او کیم جونګ اون ګډون ښودلی دی. دغه پوځي پرېډ د چین او جاپان او دویم نړیوال جنګ پای د ۸۰یمې کلیزې په مناسبت ترسره کیږي، چې د چین تر ټولو ستر پوځي مراسم دي. کیم جونګ اون په لومړي ځل د نړۍ نورو رهبرانو ترڅنګ نړیوالو مراسمو کې ګډون کوي. د یادونې ده، چې یادو مراسمو ته د نړۍ ۲۶هېوادونو مشران وربلل شوي دي.



