الجزيرې راپور ورکړی، چې نن دوشنبې د غزې په سوېل کې پر ناصر روغتون د اسرائیل هوايي برید له امله د څلورو خبریالانو په ګډون ۱۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینې د فلسطیني رسنیو د دفتر د بیانیې په حواله لیکلي: «پر ناصر روغتون برید کې د څلورو خبریالانو په وژل کېدو سره د رسنیو د شهیدانو شمېر ۲۴۴ تنو ته ورسېد.» راپور کاږي، په وژل شويو خبریالانو کې د رویټرز ویډیو راپورټر حسام المصري، د الجزیرې ویډیو راپورټر محمد سلامه، د اسوشیټېډ پرېس او څو نورو رسنیو خبریاله مریم ابودقه او د امریکایي شبکې «اېنبيسي» خبریال شامل دي. د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۳ ورځې مخکې د الجزیرې پېژندل شوی خبریال انس الشریف له خپلو څلورو همکارانو سره د غزې الشفاء روغتون سره نږدې د خبریالانو پر خېمې د اسرائیل برید کې ژوند له لاسه ورکړی و.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)