پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسیې او اوکراین خپل بندیان تبادله کړي

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې دوی د خپلو ۱۴۶ سرتېرو په بدل کې د ۱۴۶ اوکرایني سرتېرو تبادله ترسره کړې ده. تاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې روسیې د خپلو ۱۴۶ سرتېرو په بدل کې د ۱۴۶ اوکرایني سرتېرو تبادله ترسره کړې ده. راپور زیاتوي، چې روسي سرتېري له اوکراین څخه بلاروس ته لیږدول شوي دي. له دې سره د روسیې دفاع وزارت هم اعلان کړی، چې د کرسک سیمې اته تنه اوسېدونکي چې په اوکراین کې نیول شوي وو، هم خوشې شوي دي. د دغه وزارت پر وینا، روسي سرتېري د خوشې کېدو وروسته بلاروس ته لېږدول شوي، بېلاروس کې به دوی به رواني او طبي پاملرنه ترلاسه کړي او دوی به بیا د درملنې او بیارغونې لپاره روسیې ته راستانه شي. دغه تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ترسره شوې، همدا راز مسکو له متحده عربي اماراتو څخه د تبادلې په برخه کې د منځګړي په توګه د رول لوبولو لپاره مننه وکړه. باید وویل شي چې روسیې او اوکراین تر دې وړاندې هم د خپلو نیول شویو کسانو تبادله ترسره کړې وه. د اوکراین پر جګړې نږدې درې کلونه اوړي او له پوځي اړخه یې دواړه هېوادونه نسبتاً سخت ځپلي دي. له تېرو څو میاشتو راهیسې د ټرمپ ادارې او روسي چارواکو ترمنځ د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو پر سر خبرې روانې دي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې پر پایته‌رسولو ټینګار کړی دی.

- Advertisment -spot_img