پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مبارز په لومړي ځل موی‌تای سیالیو کې خپل بخت ازمویي

د ازادو سیالیو اتل «بازمحمد مبارز» د لومړي ځل لپاره، د موی‌تای مسلکي سیالۍ کې بحریني لوبغاړي «مصطفی» سره مخامخ کېږي. د ازادو سیالیو اتل بازمحمد مبارز نن دوشنبه د لومړي ځل لپاره په تایلینډ کې د موی‌تای مسلکي سیالۍ کې برخه اخلي. دا سیالي به د تایلینډ په پوکیټ کې ترسره شي او مبارز به د بحریني لوبغاړي مصطفی سره مخامخ شي. د دې سیالۍ تنظیمونکي سازمان پر وینا، لوبه به په دریو دریو دقیقو پړاوونو کې په رینګ کې ترسره شي. د باز محمد مبارز بحریني سیال مصطفی په اصل کې ایرانی دی او د موی‌تای په برخه کې لوبغاړی دی. مبارز ویلي، ام‌ام‌اې سازمان د رزمي لوبو ترکیب دی چې په کې موی‌تای هم مهم رول لوبوي او هغه پرېکړه کړې چې د خپل رزمي هنر تخنیکي کچه ښه کولو لپاره په موی‌تای سیالیو کې خپل بخت وازمویي. باید وویل شي چې مبارز تر دې دمه په دې کچه د موی‌تای سیالیو کې برخه نه ده اخیستې، خو هغه هیله لري چې خپل بحریني-ایراني سیال ته ماتې ورکړي.

- Advertisment -spot_img