پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزني کې د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

په غزني کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پسرلني جام لومړی پړاو سیالۍ د «افتخار زیتون» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د طالبانو تر ولکې لاندې د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد ویلي، د فوټسال پسرلني جام لومړی پړاو سیالۍ چې د فوټسال فدراسیون له لوري او د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ په نواباد کلي کې د «غزنه باستان» جمنازیم کې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې. هغه زیاته کړه، په پایلوبه کې افتخار زیتون او پدیدۀ استقلال لوبډلې سره ولوبېدې چې افتخار زیتون په ۲–۱ بریا خپله کړه او لومړی مقام یې ترلاسه کړ. هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ د لوبډلو ترمنځ د دوستۍ، مینې او ورورولۍ فضا رامنځته کولو، فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو او له نشه‌یي توکو د ځوانانو لرې ساتلو په موخه ترسره شوې. د فوټسال سیالیو یوه ګډونوال ویلي، خوښ دی چې په دغه ولایت کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پسرلني جام سیالۍ په بریالیتوب ترسره شوې. هغه زیاته کړه، ورته سیالۍ کولای شي د ورزشکارانو تجربې پیاوړې کړي او د بدني روزنې او ورزش له ادارې غوښتنه کوي چې په غزني کې ورزشکارانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي. یاده دې وي، څه موده مخکې هم په غزني کې د فوټبال لیګ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې وې.

- Advertisment -spot_img