د امريکا په نيويارک ايالت کې د سيلانيانو يو بس چپه شوی، چې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون ۵ تنه مړه او تر ۳۰ ډېر ټپيان دي. د رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه د نیویارک ایالت «پيمبروک» سیمه کې رامنځته شوې. راپور کې ویل شوي چې په بس کې ډېری سپاره کسان د اسيا اوسېدونکي دي. د امريکا د ملي ټرانسپورټ د خوندیتوب ادارې د پېښې د لامل معلومولو لپاره څېړنې پيل کړي، خو ویل شوي چې دغه بس د تېز سرعت په دلیل له کنټروله وتلی او چپه شوی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)