پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې خبریالان تر سخت ګواښ لاندې دي

له هغه وروسته چې طالبان د ۲۰۲۱ م کال په اګست کې بیا واک ته ورسېدل، د بیان ازادي او د آزادو رسنیو فعالیتونه په پراخه توګه محدود شول. په تېرو څلورو کلونو کې لسګونه خبریالان وژل شوي، سلګونه نیول شوي، شکنجه شوي یا له کاره منع شوي دي. همدا لامل دی، چې د رسنیو فعالیتونه کم رنګه او د زیانمنو خبریالانو شمېر په بې‌سارې توګه لوړ شوی دی.
د ” بې پولې خبریالانو ” سازمان د راپور له مخې، یوازې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو درېو میاشتو کې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوې او له ۶۴۰۰ ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له دندو بې‌برخې شوي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ښځې وې.
په ۲۰۲۲ م کال کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز ۲۶۰ موارد د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي ثبت کړي.
په ۲۰۲۴ م کال کې طالبانو ۱۱ ټلویزیوني شبکې او یوه راډیو بنده کړې او ۲۵ خبریالان نیول شوي دي. سږکال هم د ښځو لپاره ځانګړې راډیو “بیګم” بنده شوې او دوه کارکوونکي یې نیول شوي دي. همداراز، یوه سیمه ییزه راډیو یواځې د یوه کارکوونکي د خندا له امله، له خپلو مشر او دوو نورو خبریالانو سره وتړل شوه.
د ښځینه خبریالانو د حجاب نه مراعت، د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول او د طالبانو له ټاکلي چوکاټ بهر محتوا خپرول، هغه دلایل دي چې طالبان یې د رسنیو د بندېدو او کارکوونکو د ایستلو لپاره یادوي.
اوس مهال په ۱۹ ولایتونو کې د ژوندي موجوداتو انځورونه خپرول منع دي. کارپوهان وایي د طالبانو یو اړخیز سیاستونه او سخت محدودیتونه د رسنیو پر وړاندې، د پراخې خودسانسورۍ سبب شوي او د افغانستان رسنیز وضعیت د نړۍ له تر ټولو بحراني حالتونو څخه شمېرل کېږي.

- Advertisment -spot_img