چین له طالبانو غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې مرسته وکړي او د افغانستان پر پوله دې ګډې ګزمې پیل شي. د سوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د کابل د سفر په ترڅ کې د چین پر امنیتي اندېښنو ټینګار وکړ او خپله ځانګړې پاملرنه یې واخان دهلېز ته واړوله چې له شینجیانګ سره ګډه پوله لري. چین د ایغور بېلتون غوښتونکو له درکه اندېښنه لري. ویل کېږي، چې یو شمېر ایغوران، چې پخوا په وزیرستان کې دېره وو، اوس په افغانستان کې مېشت دي. چین له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد د لا پراخې همکارۍ غوښتنه کړې ده، چې په کې د واخان دهلېز په اوږدو کې د ګډو ګزمو ترسره کول شامل دي. دا سیمه د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازینۍ ګډه پوله جوړوي. وانګ یي د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر، سراجالدین حقاني، سره د کتنې پر مهال وویل: «چین په واخان دهلېز کې د دوهاړخیزو ګزمو د ژر بیا پيل ملاتړ کوي تر څو د سرحدي سیمې سوله او ثبات وساتل شي.» له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سفر په تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وانګ یي د طالبانو له رییس الوزراء مولوي محمد حسن اخوند سره په ناسته کې نوموړي ته د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) یادونه کړې.



